Skip to main content

پښتو (Pashto)

د ورمونټ د ټیکس څانګه دې ته ژمنه ده چې د معیوبيت لرونکو کسانو لپاره زمونږ خدمتونو ته برابر لاسرسی چمتو کړي. په دې کې هغه کسان شامل دي چې کاڼه وي یا په غوږونو لږ درانه وي یا غبرګ حسي زیان لري، او هغه کسان هم چې د انګلیسي ویلو، لوستلو، لیکلو، یا پوهېدلو محدودې وړتیاوې لري.  

د ژباړونکي غوښتنه وکړئ

که انګلیسي ستاسو لومړۍ ژبه نه وي، یا تاسو د انګلیسي لوستلو، ویلو، لیکلو، یا پوهېدو محدود وړتیا لرئ، تاسو د ژباړونکي حق لرئ. د ورمونټ د ټیکس څانګه به تاسو ته یو ژباړونکی چمتو کړي ترڅو ستاسو سره د ورمونټ د ټیکسونو او پروګرامونو په پلټنه کې مرسته وکړي.

د مناسب استوګنځي غوښتنه وکړئ

ټیکس ورکوونکي کولی شي آنلاین، د ټلېفون له لارې، په لیکلې بڼه کې، یا د لیدنې پر وخت په شخصي توګه دمخه د مناسب استوګنځي غوښتنه وکړي. زمونږ د ودانۍ په لابي کې او زمونږ پر وېبپاڼه، مونږ د ژباړونکي د خدمتونو په اړه مالومات، Language Identification Card (د ژبې د پېژندلو کارت)، او د ‘I Cannot Hear You’ (زه ستاسو غږ نه اورم) یوه نښه په ښکاره ځای کې خپروو.

مونږ هڅه کوو چې د ټولو خلکو لپاره د استوګنځي د غوښتنې پروسه تر شوني حده د لاسرسي وړ او اسانه کړو.

د مرستې د غوښتنې کولو اختیارونه

  •     په شخصي توګه - زمونږ د ودانۍ لابي ته راشئ، او یو کارکوونکی به ستاسو لپاره غوښتنه وسپاري.
  •     برېښنالیک - tax.support@vermont.gov ته یو پېغام راولېږئ
  •     ټلېفون 802 - 828-3763 ته زنګ ووهئ

د وکالت نامې فورمه:

PA-1

د دې فورمې موخه څه ده؟ تاسو کولی شئ دا فورمه وکاروئ او بل کوم تن، لکه د ټیکس مسلکي، وکیل، د کورنۍ غړی، یا یو ملګری، خپل "ایجنټ" وټاکئ. دغه ایجنټ پرېښله لري چې د ورمونټ د ټیکسونو ریاست سره خبرو اترو کې ستاسو استازیتوب وکړي او ستاسو په استازیتوب د ټیکس کاغذونه وسپاري.

د ټیکس د مالوماتو خپرولو پرېښلې فورمه:

8821-VT

د دې فورمې موخه څه ده؟ دا فورمه بل کوم تن ته ستاسو د ټیکس د مالوماتو ورکولو پرېښله ورکوي. دغه تن د ټیکس مسلکي، وکیل، ژباړونکی، د کورنۍ غړی، یا ملګری کېدی شي. دا د ټیکس ریاست ته پرېښله ورکوي چې ستاسو د ټیکسونو په اړه د دې تن سره خبرې وکړي.